ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو حساس او تاریخي وخت کې د چین سرښار بیجینګ ته رسېدلی دی، چې د خپل چینايي سیال ،شي جین پینګ، سره د نړۍ د دوو سترو معیشتونو ترمنځ په پېچلو ستونزو او سیمه ییزو امنیتي چېلنجونو مخامخ خبرې وکړي.

 

دغه دوره چې په تېرو نږدې لسو کالو کې د یو امریکايي ولسمشر لومړۍ سرکاري دوره بلل کېږي، په داسې حال کې کېږي چې په منځني ختیځ کې د ایران او اسراییل - امریکا ترمنځ د جنګ او د نړۍ په نورو برخو کې د جیوپولیټیکو بدلونونو له کبله نړیوال نظام له سختو پوښتنو سره مخ دی.

 

بیجینګ ته د ټرمپ د طیارې په رسېدو سره سم د چینايي چارواکو لخوا د هغه تود هرکلی وشو. د دې سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي ټېکسونو، د ټایوان په سر د روانو کړکېچونو او په اسیا کې د پوځي نفوذ پر سر د مقابلې معاملې د خبرو اترو په سر کې ځای لري.

 

ولسمشر ټرمپ چې له واشنګټن څخه د یوې لوړې کچې ډلې په مشرۍ بیجینګ ته تللی، غواړي پر چین فشار راوړي چې د ایران په وړاندې د امریکا د بندیزونو ملاتړ وکړي او په ورته وخت کې خپلې منډۍ د امریکايي سامانونو پر مخ نورې هم پرانیزي.

 

په دغه ډله کې د امریکا د ټکنالوژۍ د غټو کمپنیو مالکان لکه ایلن مسک او جینسن هوانګ هم شامل دي، چې دا ښیی چې واشنګټن د مصنوعي ذهن او پرمختللې ټکنالوژۍ په مېدان کې له چین سره مقابله خپله لویه ترجیح ګڼي.

 

د چین ولسمشر شي جین پینګ چې د خپل هېواد په کورني سیاست کې یې خپل دریځ تر بل هر وخت مضبوط کړی، له ټرمپ سره په دې لیدنه کې د داسې لارې په لټه کې دی چې د چین قامي ګټې خوندي وساتي او په ورته وخت کې له واشنګټن سره د یوې نوې سړې جګړې مخه ونیسي.

 

د بیجینګ په کوڅو کې امنیتي انتظامونه خورا سخت کړی شوي او د نړۍ پام دې ته دی چې ایا دا دوه مشران به وکولی شي په هغه ستونزو اتفاق وکړي، چې نه یوازې د دوي د هېوادونو بلکې د ټولې نړۍ پر اقتصاد او امنیت مستقیم اثر لري.

 

تر اوسه پورې د امریکا او چین ترمنځ په ډېرو سټراټیژیکو برخو کې ژور اختلافات پر خپل ځای دي او هیله ده چې د دغه دوه ورځني سفر په پای کې به څرګنده شي چې ایا د همکارۍ کومه نوې لاره راوځي او که به د نړۍ دا دوه ستر طاقتونه د یو بل په وړاندې لا نور هم سخت دریځونه اختیار کړي.

 

په بیجینګ کې د رسمي ملاقاتونو ترڅنګ به دواړه مشران په خاصو کاري غونډو کې هم ګډون کوي، چرته چې به د اوکراین جنګ د ختمولو او په سویلي چین سمندر کې د امنیتي صورتحال په اړه هم خبرې وشي. د دې دورې یوه بله مهمه برخه د شمالي کوریا د اټومي پروګرام په اړه د چین رول دی، چې واشنګټن یې تل د حل لاره ګڼي، خو بیجینګ پکې خپلې بېلې ګټې پالي.

 

د سیاسي چارو پوهان په دې نظر دي چې که څه هم ټرمپ د شي جین پینګ سره د خپلو شخصي دوستانه تعلقاتو خبره کوي، خو په عملي مېدان کې د امریکا د تګلارو او د چین د نړیوال اثر غوښتنه یو له بل سره په ټکر کې دي، چې دا خبره د دغه سفر د نتیجو په اړه هیلي او اندېښنې دواړه پېدا کوي.

 

د امریکا او چین ترمنځ روانه اقتصادي مقابله او د ټکنالوژۍ په برخه کې یو پر بل د بندیزونو لګول هغه بنیادي ټکي دي چې د دغو مذاکراتو په لړ کې به پرې تودې خبرې وشي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعلقاتو سمول نه یوازې د اسیايي منطقې بلکې د نړیوال استحکام لپاره ضروري بلل کېږي، او همدا وجه ده چې د نړۍ د نورو هېوادونو مشران هم دغه دوره په ډېر غور سره څاري.

 

په بیجینګ کې د حکومتي مېلمستونونو او د خبرو اترو د ځایونو چاپېره امنیت داسې نیول شوی چې هېڅ ډول ناغوښتلې پېښه ونشي، او د چین حکومت هڅه کوي چې د خپل هېواد مېلمه پالنه او د طاقت ننداره په یو وخت کې امریکايي ډلې ته وړاندې کړي.

 

د دغه سفر په لومړۍ ورځ ټرمپ او شي جین پینګ د یو بل سره په غیر رسمي خبرو کې د خپلو هېوادونو په تاریخي اړیکو هم رڼا واچوله خو اصل امتحان به په رسمي غونډو کې وي چرته چې دواړه لوري به د خپلو قامي مفاداتو د ساتلو لپاره په سختو خبرو بوخت وي.

 

په داسې حال کې چې د نړۍ اقتصاد له بېلابېلو چېلنجونو سره مخ دی، د بیجینګ دغه غونډه کولی شي د مارکیټونو په ارامولو او د سرمایه کارۍ په نوي پړاو کې مهم رول ولوبوي، خو د دې هر څه لپاره یوې رښتونې ډیپلوماټیکې معاهدې ته اړتیا ده، چې لا تر اوسه یې څرک نه ښکاري.