د جمیعت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د سويلي پښتونخوا د خراب امنيتي حالت په اړه يوه ډېر دردوونکې او احساساتي وينا وکړه او پر حکومت او امنيتي ادارو يې سختې نيوکې وکړې.

 

نوموړي وويل، کله چې د بنو، واڼا، شمالي وزيرستان، لکي مروت او ټانک په شان سيمي د ناامنۍ ښکار وي، هره ورځ پکې وينه تويېږي او خلک د وير په حالت کې ژوند کوي، نو دی نشي کولی چې د خوشحاليو، جشنونو او مبارکيو برخه شي.

هغه زياته کړه، “په داسې حالاتو کې خوشحالي کول د هغو خلکو د درد نه سترګې پټول دي، چې هره ورځ خپل خپلوان له لاسه ورکوي.”

 

مولانا فضل الرحمن پارلمان ته په خطاب کې وويل چې په واڼه کې کورونه او کلاګانې په بمونو الوزول کېږي، او په بنو کې پوليس د حالاتو له خرابېدو وروسته خپلې تاڼې پرېښي، او د ځان د ساتنې لپاره پوليس لاين ته تللي دي. د هغه په وينا، دا حالت ښکاره کوي چې هغه ادارې چې د ولس د امن ساتلو مسؤلې دي، خپله هم خوندي نه دي پاتې.

هغه وويل، “کله چې پوليس خپله خوندي نه وي، نو عام ولس به څنګه ځان خوندي احساس کړي؟”

 

نوموړي د ديني عالم مولانا ادريس وژنې ته په اشارې سره وويل، چې دا يوازې د يو انسان مړينه نه ده، بلکې دا د علم، پوهې او فکري سرمايې لوي تاوان دی. هغه زياته کړه چې په داسې حال کې چې خلک خپل مړي پر اوږو وړي، حکومت د پټرولو بيې لوړوي او بجټونه منظوروي، چې دا د ولس پر ټپونو د مالګې دوړولو برابر عمل دی.

 

مولانا فضل الرحمن وويل چې په دغو سيمو کې د حکومت واک ډېر کمزوری شوی دی، وسلوال په ازاد ډول ګرځي، کاروبارونه بند شوي او عام خلک د خپل ژوند او مال د خونديتوب لپاره له سختو اندېښنو سره مخ دي. د هغه په خبره، “نن زموږ د خلکو وينه دومره ارزانه شوې ده چې هېڅ حساب نه لري.”

 

هغه زياته کړه چې دا حالات يوازې امنيتي ستونزه نه ده، بلکې اقتصادي او ټولنيز بحران هم دی، ځکه چې خلک له بېکارۍ، وېرې او بې باورۍ سره مخ دي او د سيمي ژوند ورځ تر بلې محدودېږي.

 

په پای کې مولانا فضل الرحمن خبرداری ورکړ چې که حکومت د ولس د سر او مال ساتنه ونه کړي او اقتصادي حالت سم نه کړي، نو بيا د داسې حکومت لپاره هېڅ جواز نه پاتې کېږي. هغه وويل چې د سيمي خلک به نور د خپلې خاورې، عزت او ژوند د ساتنې لپاره د بې انصافۍ او تپل شوو حالاتو پر وړاندې غلي پاتې نه شي.