د چین ولسمشر شي جین پینګ ویلي چې واشنګټن او بیجینګ باید د دښمنۍ پر ځای د ملګرتیا لاره خپله کړي. دا څرګندونې هغه مهال وشوې کله چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د زیارت په ورځ بیجینګ ته ورسېد او د چین له لوري یې رسمي او شاندار هرکلی وشو.
د هرکلي مراسم د چین په “ګریټ هال آف دي پیپل” کې ترسره شول، چرته چې دواړو مشرانو سره لاسونه ورکړل. په دې مراسمو کې د امریکا او چین لوړپوړي چارواکي هم حاضر وو، چې پکې د امریکا د دفاع وزیر او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو شامل وو.
د مراسمو پر مهال پوځي بانډ لومړی د امریکا ملي ترانه او بیا د چین ملي ترانه وغږوله، چې ورسره د توپونو سلامي هم ورکړل شوه.
په صحنه کې ماشومانو، چې د دواړو هېوادونو بیرغونه یې په لاسونو کې نیولي وو، د هرکلي شعارونه ورکول، او فضا یې لا هم درنه او رسمي کړې وه.
وروسته ټرمپ ،شي جین پینګ، ته وویل: “تاسو یو لوي مشر یاست، که څه هم ځیني خلک زما له دې خبرې سره اختلاف لري.”
هغه زیاته کړه چې د چین او امریکا اړیکې باید لا نورې هم پیاوړې شي.
شي جین پینګ په ځواب کې وویل: “چین او امریکا باید شریکان وي، نه سیالان. همکاري د دواړو هېوادونو په ګټه ده، خو ټکر دواړو ته زیان رسوي.”
هغه ټینګار وکړ چې نړیوال وضعیت په بدلېدو دی او دواړه هېوادونه باید د ثبات لپاره ګډ کار وکړي.
ټرمپ له ځان سره د یو شمېر لویو امریکايي شرکتونو مشران هم راوستي دي، چې پکې د ټیسلا او انویډیا لوړپوړي چارواکي شامل دي.
دا په نږدې یوې لسیزې کې چین ته د یو امریکايي ولسمشر لومړنی سفر بلل کېږي.
ټرمپ تمه لري چې د کرنې، الوتکو او نورو اقتصادي برخو کې نوي سوداګریز تړونونه ترلاسه کړي او چین د امریکايي شرکتونو لپاره نور هم پرانیزي. خو شنونکي وایي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي شخړو او سیاسي اختلافاتو له امله وضعیت لا هم پېچلی او حساس پاتې دی.
د ایران موضوع هم د خبرو په اجنډا کې شامله ده. ټرمپ ویلي، چې غواړي له شي جین پینګ سره په دې اړه مفصلې خبرې وکړي، خو ټینګار یې کړی چې واشنګټن د ایران په موضوع کې د چین مرستې ته اړ نه دی.
په مقابل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې امریکا هڅه کوي چین قانع کړي، څو پر ایران فشار زیات کړي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي اختلافات، ټایوان، د کانونو صادرات او د مصنوعي ځیرکتیا سیالي هم د خبرو مهم ټکي جوړوي.
تمه کېږي چې دا لیدنه به د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د اړیکو د تاوتریخوالي د کمولو لپاره یو مهم ګام وي، که څه هم د بشپړې موافقې تمه لا تر اوسه مبهمه ده.

شال نیوز