د سومالیايي سمندري غلو یا ډاکوانو له خوا د تښتول شوې تېل وړونکې سمندري بېړۍ د پاکستاني عملې کورنیو ، میرمنو او ماشومانو د هغوي د ژغورنې لپاره په کراچۍ کې احتجاجي مظاهره کړې، او له حکومته یې د بېړني او اغېزمن اقدام غوښتنه کړې ده.

 

د کراچۍ بندر ته نږدې د “نیټي جیټي پله” په سیمه کې د برمته شويو ملاحانو د کورنیو راټولېدل په داسې حال کې شوي چې هغوي وایي له تېرو درېو اونیو راهیسي د خپلو عزیزانو د برخلیک په اړه سخت اندېښمن دي.

 

احتجاج کوونکو په لاسونو کې تختې نیولې وې چې پرې د خپلو کسانو د خوشي کېدو غوښتنې لیکلی شوې وې او د حکومت د پام غوښتنه یې کوله.

 

د برمته شويو ۱۰ پاکستاني ملاحانو له ډلې د یو غړي سید حسین یوسف د کورنۍ غړې امبرین فاطمه وایي چې د کورنۍ وضعیت یې ورځ تر بلې خرابېږي. هغې وویل چې ماشومان د سخت ذهني فشار سره مخ دي، لور یې په روغتون کې بستر شوې او ۱۶ کلن زوې یې د پلار د نشتوالي له امله په زده کړو توجو نه شي کولی.

 

هغې وویل: “موږ یوازې د خپلو عزیزانو خوندي راستنېدل غواړو، هره شېبه د اندېښنې ده او زموږ ژوند له وېرې ډک شوی دی.”

 

امبرین فاطمه زیاتوي چې وروستی ځل د عملې له غړي سره شپږ ورځې وړاندې د ویډیويي اړیکې له لارې رابطه شوی وه ،چې په کې یې د سختو شرایطو او د اندېښنې وړ حالت ته اشاره کړې وه.

 

د ایم ټي آنر ۲۵ په نوم دغه سمندري بېړۍ د اپرېل په ۲۱مه د سومالیا د پونټلینډ ساحل ته نږدې تښتول شوې وه. په بېړۍ کې د عملې ټول ۱۷ کسان سپاره وو چې ۱۰ یې پاکستاني دي.

 

کورنۍ وایي چې د عملې له خوا د اوبو او خوراکي توکو د کمښت راپورونه ورکړل شوي دي، چې د هغوي د ژوند او روغتیا په اړه اندېښنې یې لا زیاتې کړي دي.

 

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له پېښې څخه په دوامداره توګه خبر اخیستل کېږي او د سفارتی هلو ځلو له لارې د عملې د خوشې کېدو هڅې روانې دي. د وزارت ویاند ویلي چې د بېړۍ مالک له قزاقانو سره په اړیکه کې دی او د سومالیا له چارواکو سره هم خبرې روانې دي.

 

چارواکي وایي چې د پاکستان سفارت د جیبوتي له لارې د وضعیت څارنه کوي او هڅه کوي چې د برمته شويو پاکستانیانو د خوندي راستنېدو لپاره ټولې ممکنه لارې وکاروي.

 

په سیمه کې د سمندري امنیتي ادارو په وینا، که څه هم په وروستیو کلونو کې د سمندري قزاقۍ پېښې کمې شوې وې، خو اوس بیا د ځینو نویو پېښو راپورونه مخې ته راغلي، چې د نړیوالو سمندري لارو امنیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

 

کورنۍ او احتجاج کوونکي وایي چې تر هغو به خپل غږ پورته کوي څو یې عزیزان خوندي، روغ او زر تر زره خپلو کورونو ته راستانه شي.