د مستونګ د کډ کوچه سیمي د تاڼې ایس ایچ او ،اوېس شال نیوز ته نن د مي پر ۱۴مه ويلی، چې د ګوادر پوهنتون څلور کسان د ګوادر څخه کوټې ته د سفر پر مهال د مستونګ ضلعې ته نږدې نادرکه شوي دي.
د هغه په وینا، دغه کسانو په یو رسمي ګاډي کې سفر کول، چې پکې وایس چانسلر ډاکټر عبدالرزاق صابر، پرو وایس چانسلر ډاکټر سید منظور احمد، لیکچرار ډاکټر محمد ارشاد او د ګاډي ډرېور شامل وو.
د ایس ایچ او په وینا، له مستونګ ته نږدې د کډ کوچه سیمي په شاوخوا کې له هغوي سره اړیکه پرې شوې او وروسته یې موبایل ټیلیفونونه هم بند شول.

نوموړي زیاته کړه چې د پېښې له مخې امنیتي ادارو او ضلعي انتظامیې ته سمدستي خبر ورکړل شوی او د هغوي د موندلو لپاره ګډ د لټون عملیات پېل شوي دي.
بل لور ته د بلوچستان حکومت د داخله چارو مرستیال بابر یوسفزي ویلي، چې د نادرکه کسانو د موبایل ټیلیفونونو سیګنالونه تر څار لاندې دي، خو لا یې کره ځای نه دی معلوم شوی. د هغه په وینا، له ګوادر څخه کوټې ته د سفر پر مهال دغه پېښه مستونګ ته نږدې رامنځته شوې ده.
چارواکي وايي چې امنیتي ادارې په بېلابېلو سیمو کې د لټون عملیات پر مخ وړي او د پېښې هر اړخیزه پلټنه روانه ده. د بلوچستان حکومت دا موضوع ډېره جدي بللې او د نادرکه کسانو د زر موندلو لپاره هڅې دوام لري.

نعيم اچکزئي