د بلوچستان د مستونګ ضلعې په لکپاس سیمه کې د کسټم په ګودام کې لګېدلی اور تر څو ورځو دوام وروسته مړ شوی او اوس د سړولو بهیر روان دی. چارواکي وايي، د دې سترې اورلګېدنې له امله د اوښتي مالي زیان اندازه شاوخوا شلو اربو روپیو ته رسېږي، خو کره شمېرې به د بشپړو ارزونو وروسته څرګندې شي.

 

دا اور پنځه ورځې وړاندې ،د مې په ۱۰مه، په سهار شاوخوا د لسو او یوولسو بجو ترمنځ لګېدلی و. د سیمي اوسېدونکي وايي چې اور په لومړیو شېبو کې محدود و، خو د ګودام دننه د تېلو، کیمیاوي موادو، ټایرونو او جامو د موجودیت له امله ډېر زر پراخ شو او په لږ وخت کې یې ټول ګودام تر خپل کنټرول لاندې راوستل.

 

د ژغورنې ادارو او اور وژنې عملې څو ورځې پرله‌ پسې هڅې وکړې څو اور قابو کړي، خو د سوځېدونکو موادو د زیاتوالي له امله دا بهیر اوږد شو. اوس چارواکي وايي چې اور مړ شوی، خو لا هم د سړولو عمل روان دی څو د بیا لمبه کیدو مخه ونیول شي.

 

د مستونګ د پولیسو ایس ‌اېچ‌ او ،رفیق بلوچ، شال نیوز ته ویلي، چې د پېښې په اړه څېړنې پېل شوې دي. هغه وویل: “تر هغې چې لوګی په بشپړ ډول ختم نه شي او سیمه په بشپړه توګه سړه نه شي، موږ نه شو کولی د زیان کره اټکل وړاندې کړو.”

 

هغه دا هم وویل چې د بلوچستان حکومت پلان لري د زیانمنو کسانو د تاوان د جبران لپاره یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړي. د ده په وینا، یوازې هغو کسانو ته به معاوضه ورکول کېږي چې د خپل زیان په اړه مستند اسناد او شواهد وړاندې کړي.

 

بل لور ته، د کویټې د سوداګرۍ خونې مرستیال ،اختر محمد کاکړ شال نیوز ته ویلي، چې په دې اورلګېدنه کې د سوداګرو د کروړونو روپیو په ارزښت مالونه له منځه تللي دي. هغه وویل چې دا هغه سامانونه وو چې د کسټم چارواکو نیولي وو او قضیې یې روانې وې.

 

د نوموړي په وینا، په سوځېدلو توکو کې داسې موټرې هم شاملې وې چې ټیکس پرې ورکړل شوی و، نان کسټم پیډ ګاډي، او نور هغه مالونه چې محصول یې هم ادا شوی و.
 

هغه زیاته کړه: “دا یو جدي او د اندېښنې وړ حالت دی. باید بشپړه پلټنه وشي چې دا اور څنګه ولګېد او څوک یې مسؤل دي.”

 

اختر کاکړ دا هم وویل چې بلوچستان یوه اقتصادي پلوه کمزورې صوبه ده او دا ډول پېښې ځايي خلکو او سوداګرو ته درانه زیانونه اړوي. د هغه په خبره، سوځېدلی سامان د همدې سیمې د خلکو، بلوڅو او پښتنو، ملکیت و.

 

همداراز، د کویټې د ټرانسپورټ ایالتي مشر ،حاجي نور محمد کاکړ، ویلي چې په دې پېښه کې د ټرانسپورټرانو او سوداګرو د اربونو روپیو په ارزښت زیان اوښتی دی. د هغه په وینا، شاوخوا سل ټېلر (لاریان) په بشپړه توګه سوځېدلي دي.

 

هغه زیاته کړه چې د لومړنیو اټکلونو له مخې ټولیز زیان له شلو اربو روپیو زیات دی، خو لا هم بشپړ معلومات نه دي راټول شوي.
“ډېر سوداګر لا تر اوسه سیمي ته نه دي رسېدلي. تمه ده چې په راتلونکو څو ورځو کې به ټول راشي او له هغې وروسته به دقیق معلومات مخې ته راشي.”

 

نوموړي دا هم وویل چې تر دې دمه نه ټرانسپورټرانو او نه هم سوداګرو له کسټم چارواکو سره په رسمي ډول خبرې کړې دي، خو د راتلونکو ناستو امکان شته.

 

په همدې حال کې، سوداګرو او ټرانسپورټرانو له حکومته غوښتنه کړې، چې د دې پېښې د بشپړې پلټنې لپاره دې په لوړه کچه یوه خپلواکه کمېټه جوړه شي. هغوي غوښتنه کړې چې د اور لګېدنې اصلي لامل دې معلوم شي، مسؤل کسان دې وپېژندل شي او که کوم چارواکي په دې کې ښکېل وي، باید له دندو ګوښه شي.

 

دوي همداراز ټینګار کړی چې حکومت دې له هغو خلکو سره بېړنۍ مالي مرسته وکړي چې خپل مالونه یې په دې اور کې له لاسه ورکړي دي، څو د هغوي اقتصادي زیانونه تر یوه بریده جبران شي.