د عوامي نېشنل ګوند مرکزي صدر ایمل ولي خان، په سېنېټ کې یو تحریک جمع کړی، چې پکې یې د سېنېټ روانه غونډه او ورځنۍ اجنډا ځنډولو غوښتنه کړې ده، څو له متحده عرب اماراتو څخه د پاکستانیانو، په ځانګړي ډول د پښتنو، د ویستلو پر ستونزه بحث وشي۔

 

د ایمل ولي خان له خوا پر فېسبوک خپرو شوو معلوماتو کې ویل شوي، چې له متحده عرب اماراتو څخه د زرګونو پاکستانیانو ایستل د اندېښنې وړ خبره ده۔ د راپورونو له مخې، ځیني کسان د مذهبي تړاو، شخصي مذهبي غونډو کې د ګډون او یا هم د امنیتي اندېښنو په نوم ډیپورټ شوي دي۔

 

هغه ویلي چې په دوبۍ او نورو سیمو کې مېشت پاکستانیان اوس له وېرې، بې باورۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي۔ نوموړي زیاته کړې چې په متحده عرب اماراتو کې میلیونونه پاکستانیان په روزګار، کاروبار او پانګونه بوخت دي او د هغوي له خوا پاکستان ته رالېږلی کېدونکې پېسې د هېواد اقتصاد لپاره ډېر اهمیت لري۔

 

ایمل ولي خان خبرداری ورکړی چې که دا وضعیت دوام وکړي، نو نه یوازې به زرګونه پاکستانیان خپل کارونه له لاسه ورکړي، بلکې په پاکستان کې به هم میلیونونه کورنۍ او کاروبارونه اغېزمن شي۔

 

هغه دا هم ویلي، چې د ایران او ځینو عربي هېوادونو ترمنځ زیاتېدونکی تاوتریخوالی د پاکستانیانو لپاره خطرونه جوړولی شي، او پاکستان باید د سیمي د کړکېچ کمولو او سولې لپاره فعاله سفارتي هڅې وکړي۔

 

د عوامي نېشنل ګوند مشر له حکومته غوښتي چې په متحده عرب اماراتو کې د پاکستانیانو، د هغوي د کاروبارونو او پانګونو د خوندیتوب لپاره جدي سفارتي ګامونه پورته کړي، او د پاکستان سفارتخانې دې اغېزمنو کسانو ته قانوني او سفارتي مرسته برابر کړي۔

 

هغه ټینګار کړی چې دا مهمه ملي، اقتصادي او انساني ستونزه باید په سېنېټ کې سمدستي تر بحث لاندې راوستل شي او له هېڅ وګړي سره دې د رنګ، نسل او مذهب پر بنسټ توپیري چلند ونه شي۔