د جمعیت علماء اسلام مشر ،مولانا فضل الرحمان، ،د مې په ۱۴مه، په کراچۍ کې د “وحدتِ امت کانفرانس” ته د وینا پر مهال په هېواد کې د روانې ګرانۍ پر ضد د پراخو احتجاجونو اعلان وکړ او ویې ویل چې نورې پرېکړې به یوازې په ایوانونو کې نه، بلکې د ولس په میدان کې کېږي.
هغه وویل چې د مې میاشتې پر ۲۲مه به په ټول پاکستان کې د ګرانۍ پر ضد احتجاجي لاریونونه ترسره شي، او د جون پر ۴مه به په پشین کې یوه لویه ولسي غونډه راوبلل شي.
مولانا فضل الرحمان د خپلې وینا پر مهال وویل چې مسلمه امت له اوږدې مودې راهیسي د غربي قوتونو د ظلم ښکار دی. نوموړي خبرداری ورکړ چې که اسراییل پر ایران برلاسی شي، نو د دې شخړې اغېزې به د پاکستان تر پولو هم راورسېږي، ځکه د ده په وینا د “دښمنانو نظر پر حرمین شریفین دی.”
د جمعیت علماء اسلام مشر وویل چې ګوند یې د نفرت سیاست نه کوي، بلکې د هېواد د آیین وفادار دی. خو ده زیاته کړه، که دفاعي ادارو د دوي د پارلمان څخه د بهر ساتلو او مدمقابل راوستلو هڅه وکړه، نو دا به د هماغو ادارو لپاره زیانمن تمامه شي.
هغه پر ریاستي ادارو نیوکه وکړه چې په باجوړ، وزیرستان او مومندو کې یوازې دیني علما په نښه کېږي. د نوموړي په وینا، په باجوړ کې یې د یوې جنازې څخه د ۸۰ کسانو مړي پورته کړي، خو بیا یې هم “سر هیچا ته ټیټ نه کړ.”
مولانا فضل الرحمان وویل، که دی ووژل شي، نو ذمه واري به یې پر ریاست وي، ځکه چې دی د حق خبره کوي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې هېواد ته زیان ورسوي.
هغه د اقتصادي وضعیت په اړه وویل چې په بنګله دېش کې د تېلو بیې یوازې ۱۶ سلنه لوړې شوې دي، خو په پاکستان کې دا زیاتوالی ۶۱ سلنې ته رسېدلی، چې د ده په وینا د حکومت د ناکامۍ څرګندونه کوي.
نوموړي وړاندیز وکړ چې حکومت باید له ایران سره د تېلو د واردولو تړون وکړي او خپله بهرنۍ پالیسي سمه کړي، ځکه چې د ده په خبره “چین هم پر پاکستان خپل باور له لاسه ورکوي.”
د جمعیت علماء اسلام مشر په پای کې وویل چې ولس امن، تعلیم او روزګار غواړي، او که پر مدرسو بندیزونه ولګول شي او د ولس د غوښتنو مخه ونیول شي، نو دوي به خپل احتجاجي تحریک لا پسې سخت کړي.

شال نیوز