د جمعیت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان په کراچۍ کې یوې غونډې ته وویل چې د ګوند پر مشرانو روان هدفي بریدونه د ریاست ناکامي ښيي. هغه خبرداری ورکړ چې که ده ته کوم زیان ورسېد، مسوولیت به یې پر امنیتي ادارو وي او خپل پلویان به د غچ اخیستو پر ځای د ریاست پر لور متوجه کړي.
نوموړي په نوي ناظم اباد کې ،د مې په ۱۴مه، د وحدتِ امت کانفرنس ته په وینا کې وویل چې ګوند یې د تشدد سیاست نه کوي او تل یې د قانون او سولهییزې مبارزې لاره خپله کړې ده. هغه ټینګار وکړ چې د خلکو د ژوند او مال ساتنه د ریاست اییني او قانوني دنده ده، خو امنیتي ادارې یوازې د ګواښ خبرتیاوې ورکوي خو د عملي ګامونو نشتوالی لیدل کېږي.
مولانا فضل الرحمان د خپل ګوند د وژل شوي مشر مولانا محمد ادریس یادونه هم وکړه او ویې ویل چې څو ورځې وړاندې په چارسده کې په یوه برید کې ووژل شو. هغه زیاته کړه چې په خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول قبایلي ضلعو کې، د دوي ګڼ فعالان په نښه شوي دي، خو بیا هم د دوي ګوند د صبر، قانون او سیاسي مبارزې لار نه ده پرېښې.
هغه وویل چې پرله پسې هدفي بریدونه نه یوازې د سیاسي ګوندونو لپاره، بلکې د ټولنې د امن لپاره هم جدي ګواښ دی او که یې مخه ونه نیول شي، وضعیت به نور هم خراب شي.
دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې په هېواد کې پر مذهبي او سیاسي مشرانو د هدفي بریدونو پېښې زیاتې شوې دي. مولانا فضل الرحمان، چې تر دې وړاندې هم له څو ځانمرګو بریدونو ژوندی وتلی، یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ده امنیت د ریاست مسؤلیت دی او په دې برخه کې به هېڅ ډول بې غوري ونه مني.

شال نیوز