د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي چې امريکايي او نايجيريايي ځواکونو په يو ګډ او “ډېر پېچلي” عملياتي مشن کې د اسلامي دولت وسلوالې ډلې ،چې په داعش هم پېژندلی کېږي، دويم لوړ پوړی مشر وژلی دی.
ټرمپ د جمعې په شپه ناوخته په خپل ټولنيز رسنيز پلېټفارم «ټروت سوشل» کې په يو بيان کې وويل چې دا عمليات د هغه په هدايت ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه: “نن شپه، د امريکايي ځواکونو او نايجيريايي امنيتي ځواکونو په ګډه، يو ډېر خطرناک ترهګر د جګړې له ډګره لرې کړ. دا عمليات له وړاندې په ډېر دقيق ډول پلان شوي وو او په برياليتوب سره بشپړ شول.”
د امريکا ولسمشر وويل چې وژل شوی کس ،ابو بلال المينوکي، د داعش د نړېوالې شبکې دويم لوړ پوړی قوماندان بلل کېده، او هڅه يې کوله چې په افريقا کې ځان پټ وساتي. نوموړي ادعا وکړه چې د امريکايي استخباراتي ادارو د څار له امله د هغه ټول خوځښتونه تر نږدې نظر لاندې وو.
د امريکا حکومت وايي چې د دې عملياتو په نتيجه کې به په افريقا کې د داعش د فعاليتونو د کمېدو تر څنګ هغه پلانونه هم شنډ شي چې د امريکايي اهدافو پر ضد جوړ شوي وو. واشنګټن دا عمليات د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې “ستر ګوزار” بللی او د نايجيريا د پوځ له همکارۍ يې مننه کړې ده.
په همدې تړاو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۳ کال د جون په ۸مه نېټه ابوبکر بن محمد بن علي المينوکي د “ځانګړي نړيوال ترهګر” په توګه نومولی و.

شال نیوز