د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ،د مې په ۱۶مه، تهران ته په یو ناڅاپي دوه ورځني سفر رسېدلی دی، چې ډیپلوماټیکي سرچیني دا سفر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د ایران د وروستي ځواب نه پس د دواړو هېوادونو ترمنځ د ودرېدلو مذاکراتو د بیا پیلولو د هڅو برخه بولي.

 

په اسلام اباد کې ډیپلوماټیکو سرچینو وویل، چې دا ناڅاپي دوره د پاکستان د هغې ډیپلوماسۍ برخه ده چې غواړي د خبرو اترو د بشپړ خرابېدو مخه ونیسي.

 

دا دوره که څه هم په ظاهري توګه د دوه اړخیزه امنیت او د پولو د خوندیتوب په اړه ښودل شوې ده خو دا په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان په منځګړیتوب شوی اوربند د هرمز تنګي په شاوخوا کې د شخړو له کبله په سختۍ سره پر ځای پاتې دی.

 

تمه ده چې محسن نقوي به د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني او نورو چارواکو سره وګوري. دا سفر د ډونالډ ټرمپ د چین د دورې څخه سمدستي وروسته شوی دی، چرته چې د چین د صدر شي جین پینګ سره په لیدنه کې د ایران په معامله کې کوم ښکاره پرمختګ مخې ته رانغی.

 

شنونکي وايي چې ټرمپ له بیجینګ څخه د بېرته راستنېدو پر مهال که څه هم په ډاګه کړه چې هغه د ایران د یورانیمو پر بډایه کولو د ۲۰ کالو بندیز منلی شي، که چېري ایران ورته پوره باور ورکړي، خو په ورته وخت کې یې د ایران وروستی وړاندیز رد کړ او پر ایراني چارواکو یې نیوکه وکړه چې له پخوانیو خبرو پر شا شوي دي.

 

د ایراني رسنیو په وینا د امریکا او اسراییل په بریدونو کې په تهران کې لږ تر لږه ۱۲۶۰ کسان وژل شوي او له ۲۸۰۰ څخه زیات ژوبل شوي دي او په زرګونو کورونو او ګاډو ته زیان رسېدلی دی.

 

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سیدوف سره پر سیمه ییزو حالاتو خبرې وکړې او ازبک وزیر د امن لپاره د پاکستان د منځګړیتوب رول وستایه.

 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ،عباس عراقچي، له الجزیرې سره په مرکه کې وویل چې د امریکا د متضادو بیانونو له کبله تهران پر دوي باور نشي کولی. هغه وویل چې تر ټولو لومړی باید د اعتماد خبره روښانه شي او هر څه باید په معاهده کې ډېر ښکاره و لیکلی شي، ځکه چې د زور له لارې هیڅ نشي ترلاسه کېدی او د حل لاره باید د دواړو خواوو په ګټه وي.

 

بل لور ته امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له یوې فرانسوۍ رسنۍ سره په خبرو کې وویل چې ایران خپله د یوې معاهدې په کولو کې ګټه ویني او که هغوي دا کار ونکړ نو د سختو حالاتو سره به مخ شي.

 

همداراز د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د متحده عربي اماراتو له ولسمشر ،محمد بن زاید آل نهیان، سره په ټیلیفون د ایران پر شخړه خبرې وکړې او دواړو لورو د ډیپلوماټیکو خبرو پر دوام ټینګار وکړ. بلخوا د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاپ لخوا پر ایران د امریکا د بریدونو په غندلو د هغه مننه وکړه او دا دریځ یې منصفانه وباله.

 

په ورته وخت کې د ایران سفیر امیر سعید ایرواني په ملګرو ملتونو کې وویل چې د هرمز تنګي د اوسني صورتحال او د هغې د اقتصادي اغېزو ذمه واري یوازې پر هغه چا ده چې پر ایران یې جنګ پېل کړی دی. د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمېټۍ مشر ابراهیم عزیزي وویل چې ایران به ډېر زر د هرمز په تنګي کې د کښتیو د تېرېدو لپاره د یوې نوې لارې اعلان وکړي چې یوازې سوداګریزې او له ایران سره همکاري کونکې کښتۍ به ترې د فیس په ورکولو تېرېدلی شي.

 

د ایران سرکاري ټلوېزیون هم راپور ورکړی چې د چین، جاپان او پاکستان د کښتیو د تېرېدو وروسته اوس اروپايي هېوادونو هم د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره د انقلابي ګارډ د سمندري ځواکونو سره خبرې پېل کړې دي.