د بلوچستان حکومت په صوبه کې روان ‘سمارټ لاک ډاون ‘ د جون تر لومړۍ نېټې پورې ځنډولی دی. دا پرېکړه د سوداګرو له پرله‌ پسې احتجاجونو او اندېښنو وروسته شوې ده.

 

د وفاقي حکومت د پرېکړې له مخې، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل پر ۵مه په ټول هېواد کې د انرژۍ د کمښت د مخنیوي لپاره سمارټ لاک ډاون نافذ شوی و. د دې پرېکړې له مخې، دوکانونه، مارکېټونه، شاپنګ مالونه او د ودونو تالارونه د شپې په ۸ بجو تړل کېدل.

 

پر دې اقدام سوداګرو سختې اندېښنې څرګندې کړې وې او ویلي یې وو چې د کاروبارونو د وخت محدودېدو له امله ورته مالي زیانونه اوړي. په بلوچستان کې سوداګرو د حکومت د پرېکړې پر ضد احتجاجونه هم پېل کړي وو.

 

وروسته، سوداګرو د یوې خبري غونډې له لارې خبرداری ورکړی و، چې که حکومت خپله پرېکړه بېرته وانخلي، نو په ټول هېواد کې به احتجاجونه پراخ کړي.

 

سوداګرو ویلي وو چې د لوي اختر د رانږدې کېدو له امله په بازارونو کې ګڼه ګوڼه وي، چې د لاک ډاون له امله د دوکاندارانو د لکونو او کروړونو روپیو زیان کېدو اندېښنه شته.

 

د دغو فشارونو وروسته، حکومت تېره شپه د یوې رسمي خبرتیا له لارې اعلان وکړ چې سمارټ لاک ډاون به د جون تر لومړۍ نېټې پورې ځنډول کېږي.

 

د حکومت د دې پرېکړې وروسته، سوداګرو خوښي څرګنده کړې او د حکومت د ګام هرکلی یې کړی دی. سوداګرو له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې دا پرېکړه دې د تل لپاره ختمه کړي، ځکه د دوي په وینا، د برېښنا او د انرژۍ د بحران د کمولو لپاره نورې لارې چارې هم شته.