د باجوړ پولیس چارواکي واي چې د دغه ضلعې په سلارزو تحصیل کې د پولیو ضد کمپاين د امنیت لپاره پر دنده مامور دوه پولیس سرتېري په جلا جلا بریدونو کې وژلی شوي دي، چې له امله یې په سیمه کې امنیتي تدابیر سخت کړل شوي او د لټون عملیات پېل شوي دي.

 

د پولیسو او ځايي چارواکو په وینا، لومړۍ پېښه د سلارزو تحصیل د ډاګ قلعې په سیمه کې شوې، چې پکې ناڅرګنده وسلوالو د پولیو د څاڅکو ورکولو کمپاين د امنیت لپاره پر دنده ولاړ پولیس اهلکار سید عزیز په ډزو وژلی دی.

 

بلخوا، پولیسو ویلي چې په همدې تحصیل کې د پولیو ضد څاڅکو د ډلو پر امنیتي دنده مامور یو بل پولیس سرتېری کانسټېبل قادر هم د ناڅرګنده وسلوالو په ډزو وژلی دی.

 

چارواکي وایي، د یوې ورځې په ترڅ کې په سلارزو کې د پولیو امنیتي دندو پر مهال د دوو پولیس سرتېرو تر وژل کېدو وروسته په سیمه کې امنیت نور هم سخت کړل شوی، او د بریدګرو د موندلو لپاره د لټون عملیات روان دي.

 

دا پېښې په داسې حال کې رامنځته شوي، چې په خېبر پښتونخوا کې د نن ورځې څخه د پولیو ضد کمپاین پېل شوی دی. د چارواکو په وینا، دا کمپاین به ۴ ورځې دوام وکړي، چې پکې به شاوخوا ۴۶ لکه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شي. 

 

دا کمپاین به د بنو او ډي آی خان ډویژن ټولو ضلعو ،ایبټ آباد، تورغر، بر او کوز کوهستان، کولای پالس، باجوړ، کوز او بر مومند، مردان، نوښار، پېښور، خیبر، کوهاټ، هنګو، کرم او کرک ضلعو کې ترسره کېږي. په پېښور او خیبر کې به کمپاین اووه ورځې روان وي، خو په نورو ضلعو کې به څلور ورځې دوام وکړي.

 

بلحوا، د پولیسو د شمېرو له مخې، په روان ۲۰۲۶ کال کې تر دې مهاله په باجوړ کې د بېلابېلو امنیتي پېښو پر مهال لږ تر لږه ۱۴ پولیس سرتیري وژل شوي دي.