د بلوچستان د جعفراباد ضلعې پولیسو چارواکو ویلي، چې له یوه ځایي سوداګر څخه د شوکمارۍ پر مهال لوټل شوې ۱۴ لکه پاکستانۍ روپۍ یې بېرته ترلاسه کړې دي.
د جعفراباد د پولیسو مشر، کامران نواز پنجوته، یوې خبري غونډې ته ویلي، چې دغه نغدې پیسې د پېښې د اصلي تورنو کسانو د خپلوانو په نښه کولو او له هغوي څخه د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ موندلی شوې دي.
خو پولیسو تر اوسه دا نه دي روښانه کړي چې یادې پیسې له کوم ځایه او یا له چا څخه ترلاسه شوې دي. همداراز، د پېښې د زیانمن شوي سوداګر او د اصلي تورنو کسانو نومونه هم نه دي خپاره شوي.
د پولیسو مشر زیاته کړې چې د پېښې د تورنو د نیولو لپاره ځانګړې ډلې ګومارل شوې دي، او په بېلابېلو سیمو کې پر شکمنو ځایونو چاپې روانې دي. د نوموړي په وینا، د تورنو د احتمالي اسانتیا برابروونکو پر ضد هم پلټنې پراخې شوې دي، څو اصلي تورن کسان زر تر زره ونیولی شي.
کامران نواز پنجوته ویلي، پولیس به په جعفراباد کې د جرمونو د مخنیوي او د قانون د واکمنۍ لپاره د جنايي عناصرو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي او د خلکو د ځان او مال ساتنې ډاډ به ورکړل شي.
جعفراباد، چې د سند صوبې پولې ته نږدې پرته سیمه ده، وخت ناوخت د شوکماریو، لویو لارو د غلاوو او نورو جنايي پېښو له امله په خبرونو کې راځي. ځايي پولیس زیاتره وخت د شکمنو کسانو د نیولو او عملیاتو ادعاوې کوي.
بل لور ته، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د راپورونو له مخې، بلوچستان په وروستیو کلونو کې د ناامنۍ، وسلوالو بریدونو او جنايي پېښو له امله د پاکستان له اغېزمنو صوبو څخه شمېرل کېږي. د کمېسیون په وینا، په صوبه کې د امنیت ترڅنګ د خلکو د ځان او مال د خوندیتوب په اړه اندېښنې هم وخت ناوخت راپورته کېږي.

نعيم اچکزئي