د پوليسو سرچيني وايي، د منځنۍ کورمې ضلعې اړوند مناتو کامران کلي کې د دوو وسلوالو ډلو ترمنځه نښته شوې، چې پکې لږ تر لږه اتلس وسلوال وژل شوي دي.

 

د پوليسو په وينا، دغه نښته ،د مې په ۱۹مه، د وسلوال قوماندان کاظم او ممتاز امتي د ډلو ترمنځ شوې ده. سرچيني زياتوي، چې په وژل شوو کسانو کې د وسلوالو قوماندان ممتاز امتي هم شامل دی.

 

پوليس وايي، د نښتې وروسته ځايي قبيلو د وژل شویو کسانو مړي پورته کړي او د ښخولو عمل يې پېل کړی دی.

 

د پوليسو د معلوماتو له مخې، په منځنۍ کورمه کې د وسلوالو څو ډلې فعالې دي، او امنيتي ځواکونو په تېرو کلونو کې هلته څو ځله عمليات کړي دي. د پوليسو په خبره، په دغو عملياتو کې سلګونه وسلوال وژل شوي او د هغوي روزنيز مرکزونه او ګڼ پټنځايونه هم له منځه وړل شوي دي.

 

تر اوسه د دې نښتې په اړه نور تفصيلات نه دي ترلاسه شوي، او کومې وسلوالې ډلې هم په رسمي ډول په دې اړه لا څه نه دي ويلي.