په لکي مروت کې د ناامنۍ، هدفي وژنو او د پراسرارو پېښو لړۍ لا هم روانه ده، او د سيمي خلک وايي چې هره ورځ د سړکونو پر غاړه د مړو جسدونو موندل اوس يوه اندېښمنوونکې ورځنۍ خبره ګرځېدلې ده.
د تازه پېښې له مخې، د غزني خېل تاڼې په حدودو کې د ګلباز دهقان سيمي ته نږدې، په ډزو د وژلی شوي یو ځوان جسد موندلی شوی، چې ناڅرګندو کسانو تر وژلو وروسته د سړک پر غاړه غورځولی و.
پوليس وايي، د وژل شوي کس سمدستي پېژندنه نه ده شوې او جسد د قانوني کارروایۍ او پېژندنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی. خو د ضلعې اوسېدونکي وايي، په تېره يوه اوونۍ کې هره ورځ د يو يا دوو جسدونو موندلو خلکو کې سخته وېره، بې باوري او غصه پيدا کړې ده.
ځايي خلک او ټولنيز فعالان وايي، د دې ډول پېښو دوام د سيمي د خرابېدونکي امنيتي حالت څرګندونه کوي. بلخوا د “رنړا امن جرګې” مشرانو دغه روانې پېښې د عدالت نه بهر وژنې بللي او پرې يې سختې اندېښنې څرګندې کړې دي.
د جرګې غړو ،د مې په ۲۰مه، د لکي مروت له مرستيال کمېشنر حميدالله خان سره د لیدنې پر مهال ويلي، چې هره ورځ د جسدونو موندل او د ځوانانو د بې درکه کولو پېښو کې په مبينه توګه د پوليسو د امن کمېټۍ ځيني کسان لاس لري. د جرګې مشرانو په خبره، بې ګناه کسان له قانوني بهير پرته نيول کېږي او وروسته يې جسدونه په بېلابېلو سيمو کې غورځول کېږي، چې دا عمل د منلو وړ نه دی.
جرګه وايي، تېره ورځ د لکي مروت ښار د لنګرخېل سيمي اوسېدونکی حسنين، د فريد خان زوې، په مبينه توګه د وسلوالو کسانو له خوا بېول شوی دی. همداراز شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې د شهبازخېل سيمي يو غريب مزدور، سيد نواز، د ګل نواز زوې، او د حيات خېل اوسېدونکی هم په مبينه توګه د پوليسو د امن کمېټۍ له خوا نيول شوی و.
د سيد نواز د بې درکه کېدو وروسته، رنړا امن جرګې د پېښور ـ کراچۍ انډس لويې لارې پر سر په پارک هوټل کې احتجاجي غونډه کړې وه. په دغه غونډه کې ويناوالو د عدالت نه بهر وژنو او د خلکو د بې درکه کولو پېښې وغندلې او غوښتنه يې وکړه چې هېڅ څوک دې له عدالتي بهير او د جرم له ثبوت پرته نه وژل کېږي.
د جرګې مشرانو ادعا کړې، چې د احتجاجي غونډې په سبا د سيد نواز جسد د هماغه پارک هوټل مخې ته وموندل شو.
رنړا امن جرګې د مرستيال کمېشنر سره په ملاقات کې د سرای نورنګ د بمي چاودنې د اغېزمنو کورنيو لپاره د مالي مرستو او د شهيدانو د ځانګړي پکېج غوښتنه هم کړې ده. جرګې ورسره دا غوښتنه هم کړې چې په ضلع کې دې د عدالت نه بهر وژنو او د خلکو د بې درکه کولو پېښې سمدستي ودرول شي.

غلام اکبر مروت