د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کونډي په اسلام آباد کې د پاکستان پوسټ له ډايريکټر جنرل (ډي جي) متقاعد سکواډرن ليډر ،مقصود احمد، سره ليدلي او د ادارې د چارو او د خدماتو د پراختيا په اړه يې خبرې کړې دي.
د ګورنر ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په ليدنه کې د پاکستان پوسټ د فعاليتونو، د ادارې د عصري کولو او د ولسي خدمتونو د ښه کولو په اړه د نظرونو تبادله وشوه.
فيصل کريم کونډي وويل، چې پاکستان پوسټ د هېواد تر ټولو پخوانۍ او پراخه ولسي اداره ده او حکومت به د دې ادارې د لا ښه والي لپاره ګامونه پورته کوي. هغه زياته کړه چې ولس له لسيزو راهيسي پر پاکستان پوسټ باور لري او دا اداره لا هم د هېواد په لرې پرتو سيمو کې مهم خدمات وړاندې کوي.
ګورنر وويل، که پاکستان پوسټ په بشپړ ډول ډيجيټل شي، نو د بې نظير انکم سپورټ پروګرام د مالي مرستو په رسولو کې به مهم رول ولوبوي. د هغه په وينا، د پاکستان پوسټ د پراخې شبکې له لارې د کونډو او نورو مستحقو ښځو تر کورونو د مالي مرستو رسېدل اسانه کېدای شي.
په دې موقع فيصل کريم کونډي د ډيره اسمعیل خان ضلعې په پهاړپور سيمه کې د پوسټ دفتر د پراختيا موضوع هم ياده کړه او ويې ويل چې د پهاړپور د ضلعې له جوړېدو وروسته بايد د يادې سيمي د پوسټ دفتر د جنرل پوسټ آفس (جي پي او) درجې ته د لوړولو لپاره اړوند پي سي ون چمتو کړل شي.
بلخوا، د پاکستان پوسټ ډي جي مقصود احمد وويل، چې په پهاړپور کې پر څلور کناله ځمکه د جنرل پوسټ آفس د جوړولو پروژه به زر بشپړه شي. هغه زياته کړه چې د پاکستان پوسټ خدمات د عصري غوښتنو سره د برابرولو لپاره د اصلاحاتو او ډيجيټل بدلون بهير روان دی.

شال نیوز