د جون شپږمه د شمالي وزیرستان د نومیالي ولسي مشر، د فقیر ایپي د فکر وارث او د سولې د هڅو د سمبول حاجي شیر محمد ګروېکي د شهادت له ورځې سره برابره ده. هغه د خپلې زمانې له هغو اغېزناکو شخصیتونو څخه و چې د قبایلي سیمو په کچه یې د احترام، باور او ولسي نفوذ ځانګړی مقام درلود.
حاجي شیر محمد ګروېکي د خپل ژوند ډېره برخه د سولې، ورورولۍ، انصاف او ولسي خدمت لپاره ځانګړې کړې وه. هغه باور درلودل چې د شخړو او ستونزو د حل تر ټولو غوره لار خبرې، تفاهم او روغې جوړې دي. همدا لامل و چې د سیمي خلک به د بېلابېلو شخړو او لانجو د هواري لپاره هغه ته ور تلل او د هغه پرېکړو ته به یې درناوی کاوه.
نوموړي د قبایلي دودونو، اسلامي ارزښتونو او ولسي جرګو پیاوړی ملاتړی و. د بېلابېلو قبیلو ترمنځ د ځمکو شخړې، کورني اختلافات او نورې ټولنیزې ستونزې به یې د خبرو اترو له لارې هوارولې. د هغه زغم، تدبر او بې پرې چلند د دې لامل شوی و چې خلک ورته د “امن سفیر” په سترګه وګوري.
حاجي شیر محمد ګروېکي یوازې د سیمي د شخړو په هواري بسنه نه کوله، بلکې د ولس د پرمختګ او سوکالۍ لپاره یې هم هلې ځلې کولې. هغه تل هڅه کوله چې د سیمي خلک له تعلیم، روغتیا او پرمختیايي اسانتیاوو برخمن شي او د قبایلي سیمو ستونزې د اړوندو ادارو تر غوږونو ورسوي.
د هغه د شخصیت یو بل مهم اړخ د خپلو خلکو د حقونو لپاره مبارزه وه. نوموړي په بېلابېلو وختونو کې د سیمي د خلکو غوښتنې او ستونزې په ملي او نړیواله کچه مطرح کړې او هڅه یې کوله چې د قبایلي سیمو ولس ته د پرمختګ او سوکالۍ فرصتونه برابر شي.
د معدني شتمنیو په اړه هم د حاجي شیر محمد ګروېکي دریځ څرګند و. هغه به ویل چې د سیمي طبیعي زېرمې د سیمي د خلکو ګډه شتمني ده او ګټه یې باید د ځايي ولس د ژوند د ښه والي، روزګار او اقتصادي پرمختګ لپاره وکارول شي. نوموړي باور درلودل چې که طبیعي سرچیني په سمه توګه وکارول شي، نو د سیمي د بېوزلۍ او محرومۍ په کمولو کې مهم رول لوبولی شي.
د هغه رښتینولي، اخلاص، زغم او اصولي دریځ هغه ځانګړنې وې چې د بېلابېلو قبیلو او ټولنیزو حلقو باور یې ترلاسه کړی و. هغه به تل هڅه کوله چې د هرې پرېکړې پر مهال انصاف او بې پرېتوب په پام کې ونیسي.
حاجي شیر محمد ګروېکي د جون په شپږمه نېټه په یوه وسلوال برید کې ووژل شو. د هغه وژنې د سیمي خلک خواشیني کړل او ګڼو ولسي مشرانو او د سیمي اوسېدونکو هغه د سولې، یووالي او ولسي خدمت لپاره ستره تاوان وبلل.
نن، د هغه د شهادت له کلونو وروسته هم د حاجي شیر محمد ګروېکي نوم د سولې، ورورولۍ او ولسي خدمت له ارزښتونو سره تړلی یادېږي. د هغه ژوند او مبارزه دا پیغام ورکوي چې د اخلاص، زغم او خدمت له لارې په ټولنه کې تلپاتې بدلون رامنځته کېدی شي.
د سیمي د ګڼو خلکو په باور، د حاجي شیر محمد ګروېکي میراث یوازې د هغه نوم نه دی، بلکې هغه فکر او لاره ده چې د سولې، انصاف او د ولس د خدمت لپاره یې پرې باور درلود او تر وروستۍ سلګۍ پورې ورته ولاړ پاتې شو.

صفدر داوړ