د امريکا پوځ وايي، چې ،د جون په ۵مه، يې هغه ايراني بالسټيک توغندي او بې پيلوټه الوتکې ويشتلي دي، چې د هرمز تنګي او د خليج د عربي هېوادونو پر لور توغول شوي وو.

 

د امريکا د مرکزي قوماندانۍ په وينا، ايران د کوېت او بحرين پر لور اووه بالسټيک توغندي توغولي وو، چې شپږ يې امريکايي ځواکونو شنډ کړي او يو بل خپل هدف ته له رسېدو مخکې پاتې شوی دی. د امريکا د مرکزي قوماندانۍ په وينا، په دغو بريدونو کې امريکايي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

 

امريکايي پوځ همداراز ويلي دي، چې تر دې وړاندې يې د هرمز تنګي پر لور د ايران له خوا توغول شوې څلور بې پيلوټه الوتکې هم ويشتلې دي. د پوځ په وينا، دغو الوتکو په سيمه کې سمندري تګ راتګ ته سمدستی ګواښ پېښاوه.

 

په ورته وخت کې د کوېت پوځ ويلي، چې د هېواد پر لور توغول شوي توغندي او بې پيلوټه الوتکې يې شنډې کړې دي، او بحرين د هوايي بريدونو د خبرداري زنګونه فعال کړي او له خلکو يې غوښتي دي چې خوندي ځايونو ته ولاړ شي.

 

بلخوا، د ايران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو ويلي دي، چې په کوېت کې يې د ‘علي السالم’ هوايي اډه او په بحرين کې یې د امريکا د سمندري ځواکونو پنځمه بېړۍ په نښه کړې ده.

 

دغه تازه نښتې داسې مهال شوي دي چې د امريکا او ايران ترمنځ د اوربند د غځولو او د تهران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو اترو هڅې روانې دي. د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ خبريالانو ته ويلي دي چې، “له ايران سره وضعيت تر ډېره ښه روان دی.”

هغه زياته کړې: “له ايران سره به يا د يوې موافقې له لارې او يا په بلې سختې طريقې پايلې ته ورسېږو.”

 

د امريکايي چارواکو په وينا، دواړو خواوو يوه اوونۍ وړاندې په موقتي ډول د ۶۰ ورځني اوربند د غځولو او د نوو خبرو اترو پر پېل لومړنۍ هوکړه کړې وه، خو لا هم وروستۍ موافقه نه ده شوې.

 

ټرمپ د امريکا له اېن بي سي ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي، چې د موافقې ځنډېدو يو لامل دا دی چې ايران “خپلواک، قوي او وياړلی” هېواد دی. نوموړي دا ادعا هم کړې چې ايران لا هم د خپلو توغنديزو زېرمو شاوخوا ۲۱ تر ۲۲ سلنه برخه په واک کې لري.

 

تر اوسه ايراني چارواکو د امريکا د دغو وروستيو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور کړی.