د بلوچستان په مرکز کوېټه کې پر یوې ښځینه ډاکټرې د تیزابو برید شوی، چې له امله یې نوموړې سختې سوځېدنې ګاللې دي. بلخوا پولیس وايي، د برید تورن کس د تېښتې پر مهال له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

 

د روغتیايي چارواکو په وینا، دغه پېښه ،د جون په ۶مه، د کوېټې د سول روغتون د ارتوپیډک څانګې په ودانۍ کې رامنځته شوې ده. په برید کې ډاکټره ماهنور ناصر ټپي شوې او د روغتون سرچیني وايي چې د هغې د بدن شاوخوا اویا سلنه برخه سوځېدلې ده.

 

د کوېټې د پولیسو مرستیال مشر (ډي آيي جي) عمران شوکت رسنیو ته ویلي، چې بریدګر ،همایون شاه، نومېده او د روغتون د لفټ د چلونکي په توګه یې دنده ترسره کوله.

 

د پولیسو په وینا، بریدګر له پېښې وروسته تښتېدلی و، خو د هغه د نیولو لپاره ځانګړي عملیات پېل شول. چارواکي وايي، کله چې نوموړي غوښتل د یوې بس اډې له لارې له کوېټې څخه ووځي، پولیسو یې د نیولو هڅه وکړه. د پولیسو د معلوماتو له مخې، تورن د تسلیمېدو پر ځای پر پولیسو ډزې وکړې او په ځوابي ډزو کې ووژل شو.

 

د بلوچستان اعلا وزیر ،میر سرفراز بګټي، او د صوبې د روغتیا وزیر ،بخت محمد کاکړ، د پېښې غندنه کړې او اړوندو ادارو ته یې د بشپړو پلټنو لارښوونه کړې ده.

 

د صوبايي حکومت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د اعلا وزیر په ځانګړې لارښوونه ډاکټره ماهنور ناصر د لومړنۍ درملنې وروسته د “پیپلز ائیر ایمبولانس” له لارې کراچۍ ته لېږدول شوې، څو هلته د متخصصو ډاکټرانو تر څارنې لاندې درملنه ترلاسه کړي.

 

حکومت ویلي دي چې د اغېزمنې ډاکټرې د درملنې او بیا رغونې ټول لګښتونه به پر خپله غاړه واخلي او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په داسې پېښو کې به له هېچا سره نرمښت ونه شي.

 

بل لور ته د ځوانو ډاکټرانو ټولنې د دې پېښې په غبرګون کې په روغتونونو کې د ډاکټرانو، په ځانګړي ډول د ښځینه روغتیايي کارکوونکو، د امنیت د لا ټینګښت غوښتنه کړې ده.

پولیس وايي، د پېښې د انګېزې او نورو اړخونو په اړه پلټنې روانې دي.