د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور او شاوخوا سیمو کې د اوړي سختې ګرمۍ او تودوخې څپې د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی. د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، په ښار کې د تودوخې درجه ۴۲ سانتي ګرېډ ته رسېدلې، خو د هوا د رطوبت له امله د ګرمۍ احساس تر دې هم زیات دی.
د شال نیوز د راپور له مخې، د سختې ګرمۍ ترڅنګ د برېښنا اوږدمهاله پرچاو د خلکو ستونزې لا زیاتې کړې دي. په ګڼو سیمو کې د ساعتونو لپاره د برېښنا نشتوالي د اوبو کمښت هم رامنځته کړی او اوسېدونکي وایي چې د ورځې او شپې عادي ژوند یې له ستونزو سره مخ شوی دی.
د پېښور یو اوسېدونکي ،محمد اصغر، شال نیوز ته وویل: «یو خوا سخته ګرمي ده او بل خوا برېښنا نشته. د شپې خوب نه شو کولی او د ورځې د کار توان هم نه پاتې کېږي، او ماشومان مو هم له ګرمۍ ناروغه شوي دي.»
د تودوخې له زیاتېدو سره په بازارونو کې د اوبو د پکو، چې په عامه اصطلاح ورته لاهوري کولرونه ویل کېږي، غوښتنه ډېره شوې ده. سوداګر وایي د تېر کال په پرتله یې بیې لوړې شوې، خو بیا هم خلک د ګرمۍ د کمولو لپاره د اخیستو هڅه کوي. ورسره په بازارونو کې د یخو اوبو، شربتونو او د ګني د جوسو پر دوکانونو هم د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.
بل لور ته د ښار په بېلابېلو سیمو، په ځانګړې توګه د ورسک کینال او نورو ویالو پر غاړو، ګڼ ماشومان او ځوانان لیدل کېږي چې د ګرمۍ د کمولو لپاره اوبو ته ورځي او لامبو وهي.
ډاکټران خبرداری ورکوي چې دا ډول سخته ګرمي د «ګرمۍ وهلو» لامل کېدی شي، چې د انسان ژوند ته جدي ګواښ پېښوي. روغتیايي متخصصین سپارښتنه کوي چې خلک دې د غرمې له ۱۱ بجو تر ۴ بجو پورې له غیر ضروري تګ راتګ ډډه وکړي، سر دې پټ ساتي او د بدن د اوبو د کمښت د مخنیوي لپاره دې زیات مایعات وکاروي.
د هوا پېژندنې ادارې د اټکل له مخې، په راتلونکو څو ورځو کې به د پېښور په ګډون د خېبر پښتونخوا په میداني سیمو کې د ګرمۍ دا څپه دوام وکړي.

شال نیوز