​په کویټه کې د حکومت، سوداګرې ټولنې، چیمبر آف کامرس او ټرانسپورټرانو ترمنځ له بریالیو خبرو اترو وروسته، په ټول بلوچستان کې د روان شټر ډاون (د دکانونو بندولو) او د ټرانسپورټ د کاربندیز (پہیہ جام) د پای ته رسولو اعلان وشو.

 

​د چیمبر آف کامرس مشر، ایوب خان مریاني، د دې پرېکړې د اعلان پر مهال وویل چې د حکومت لخوا د ډاډګېرنې له امله احتجاج د ۱۰ ورځو لپاره ځنډول کېږي. هغه زیاته کړه، چې که چیري حکومت په لسو ورځو کې دننه د ستونزې د هواري لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي، نو دا به د سوداګرو او ټرانسپورټرانو لپاره د خوښۍ ځای وي.

 

​د بلوچستان سوداګرو او ټرانسپورټرانو په ملي لویې لارو د سوداګریزو ټرکونو د سوځولو د پېښو په ضد په ټوله صوبه کې د شټر ډاون او کاربندیز غږ کړی و.

 

د خبرو اترو پر مهال، د صوبې د داخله چارو وزیر ،میر ضیاء الله لانګو، وویل چې د حکومت موخه د ولس خدمت او د هغوي د ستونزو هوارول دي. هغه وویل چې بلوچستان دا مهال د ترهګرۍ له یوې څپې سره مخ دی او حکومت د وګړو د ځان او مال د ساتنې لپاره له ټولو شته امکاناتو څخه کار اخلي.

 

د ​داخله چارو وزیر ډاډ ورکړ چې د بلوچستان د اعلا وزیر په لارښوونه د سوداګرو او ټرانسپورټرانو په غوښتنو باندې پرمختګ شوی دی او په منظور شویو پرېکړو به سمدستي عمل وشي. د هغه په وینا، خوندي لویې لارې او د سوداګریزو فعالیتونو خوندیتوب د سوداګرو حق دی او حکومت له دې مسؤلیت څخه غافل نه دی.

 

​هغه دغه راز زیاته کړه چې حکومت او امنیتي ادارې د امن او امان د ټینګښت او د سوداګریزو فعالیتونو د ساتنې لپاره پرله پسې ګامونه پورته کوي، او د ولسي ستونزو د هواري لپاره به د خبرو اترو لړۍ دوامداره وساتل شي.